19 خو هغه د پخوا نه هم ډېره زياته کنجره شوه لکه څنګه چې هغه په مِصر کښې د خپلې ځوانۍ په عمر کښې کنجره وه.
تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“
ستا په ټولو حرامو کارونو او ستا په زناکارۍ کښې تا ته خپل د ځوانۍ عمر ياد نۀ وو، کله چې تۀ بربنډه او لغړه وې او په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.“
تا د سړک په هر يو ګوټ کښې بُتخانې جوړې کړې او خپله بېحرمتى دې وکړه او په لاره هر يو تېرېدونکى ته دې پښې ورتېرې کړې او هغوئ سره دې کنجرتوب وکړو.
نو بيا تا خپله زناکارى د بابليانو مُلک پورې اوږده کړه، چې د سوداګرو مُلک دے، خو هغوئ هم ستا شوق پوره نۀ کړو.
سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.
او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.
خو هغې خپل کنجرتوب مخکښې جارى وساتلو. هغې د سړو تصويرونه په دېوال وليدل، د بابليانو تصويرونه چې په سور رنګ نقش شوى وُو.
کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو.
هغې هلته د خپلو عاشقانو سره شهوت بازى وکړه، د چا شرمګاه چې د خرونو په شان غټ وو او د چا انزال چې د آسونو په شان وُو.
نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.
”نو بيا خو لاړ شئ او په بيتايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.