15 هغوئ ملابندونه تړلى وُو او په سرونو يې غټ پټکى تړلى وُو، هغوئ ټولو د بابليانو د جنګى ګاډو د آفسرانو په شان لباس اغوستے وو.
په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابىسلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو.
زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.
خو هغې خپل کنجرتوب مخکښې جارى وساتلو. هغې د سړو تصويرونه په دېوال وليدل، د بابليانو تصويرونه چې په سور رنګ نقش شوى وُو.
څنګه چې هغې هغوئ وليدل، نو هغوئ ته يې ډېر شوق وشو او ورپسې يې بابل ته قاصدان ورولېږل.
د فوجيانو ډالونه سرۀ دى، جنګيالو يې سرې جامې اغوستې دى. په جنګى ګاډو لګېدلې اوسپنې ځلېدې په هغه ورځ چې دوئ تيار وُو، او د دِيار نېزې يې په هوا کښې خوځولې.
بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“
هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.