10 هغوئ هغه بربنډه کړه، د هغې نه يې زامن او لوڼه واخستل او هغه يې په تُوره ووژله. او هغه د نورو ښځو په مينځ کښې د عبرت مثال شوه، او سزا په هغې نازله شوه.
اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى.
کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو.
هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ
نو زۀ به په دې مُلک کښې شهوت پرستى ختمه کړم، او ټولو ښځو ته به تنبيه مِلاو شى او هغوئ به نور ستا په نقش قدم نۀ ځى.
زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے.
ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.