Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 22:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 تاسو زما د مقدسو څيزونو سپکوالے وکړو او زما د سبت بې‌حرمتى مو وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 22:8
10 Iomraidhean Croise  

خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.


زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.


خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.


ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


د سبت ورځ مانځئ او د هغه ځائ عزت کوئ چې چرته زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم.


”خو تاسو زما د نوم بې‌حرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بې‌اهميته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan