7 په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.
اے مالِکه خُدايه، دوئ ستا خلق تباه کوى، هغوئ ستا په ميراث باندې ظلمونه کوى.
هغوئ مسافر او کونډې قتلوى، هغوئ يتيمان وژنى.
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.
د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.
داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،
هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.
نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“
ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.
او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بېګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ،
هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.
د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى.
د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى.
مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. کۀ څوک خپل مور يا پلار ته ښېرې وکړى نو هغه به وژلے شى، او خُون به يې په خپله غاړه وى.
په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“
مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بېعزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.