5 څوک کۀ نزدې دى او کۀ لرې وى، اے بدنامې او د فساد نه ډکې ښاريې، په تا پورې به خندا کوى.
مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بېعزتى مو کوى.
ټول ښار بېقراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.