Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو ټولو نه پاتې شوے ګند جوړ شوے دے، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راټول کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 22:19
9 Iomraidhean Croise  

تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه


زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم.


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى.


لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم.


خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى.


پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan