18 ”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى.
تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
د سپينو زرو نه ملاوټ لرې کړه ترڅو زرګر ترې نه يو ښائسته لوښے جوړ کړى.
اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى.
زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.
د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.
ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.
ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو ټولو نه پاتې شوے ګند جوړ شوے دے، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راټول کړم.
لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم.
هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“