زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.