11 په تا کښې داسې سړى دى چې د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، د خپلې اِنږور سره زنا کوى، او د خپلې خور سره د خپل پلار د لور سره زنا کوى.
د داؤد د زوئ ابىسلوم يوه ښائسته ناوادۀ شوې خور وه چې نوم يې تامار وو. د داؤد يو بل زوئ امنون په هغې باندې مئين شو.
کله چې هغې روټۍ ورله راوړه نو هغۀ راونيوله او ورته يې ووئيل، ”راځه زما خورې، ما سره څمله.“
خو د هغې خبره يې وانۀ ورېده، او ځکه چې هغه د هغې نه تکړه وو نو قابو يې کړه او په زور يې د هغې بېعزتى وکړه.
ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بېوفائى کوى، او د بېايمانانو يوه ډله ده.“
پلار يې داسې کارونه نۀ وُو کړى چې زوئ يې کوى. هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې هم خوراک کوى او د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا هم کوى.
نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
اے قاتلانو، بُت پرستانو، حرام کارو، آيا تاسو د دې زمکې د وراثت قابل يئ څۀ؟
د خپلې اِنږور سره زنا مۀ کوئ، هغه ستاسو د زوئ ښځه ده.
د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.
هيڅ څوک دې د خپلوانو سره زنا نۀ کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.
د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې.
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.
کۀ يو سړے د خپلې اِنږور سره څملى، نو هغوئ دواړه دې ووژلے شى. هغوئ ډېر غلط کار کړے دے او خُون يې په خپله غاړه دے.
کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بېشرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.