Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 21:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 21:7
37 Iomraidhean Croise  

بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى.


نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګ‌زيګ ودريږى.


لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.


د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.


د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى.


دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.


کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.


مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.


د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.


نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بې‌هوشه دے.


ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.


بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“


تر دې چې هغوئ د يرې نه خپل زړونه بائيلى او راوغورزيږى، ما د هغوئ په ټولو دروازو کښې تُوره د دوئ د وژلو دپاره مقرر کړې ده. افسوس، هغه داسې جوړه شوې ده چې لکه د برېښنا په شان پړقيږى، او دا د قتلولو دپاره راخستلے شوې ده.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.


نو بيا خلقو زما نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ به مونږ ته دا ووائې چې ستا د دې کارونو زمونږ دپاره څۀ مطلب دے؟“


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.


د هغوئ په لاسونو کښې به دم نۀ وى، او پښې به يې ريږدى.


د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.


د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.


ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.


هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.


په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى.


آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.


نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.


د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.


د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan