Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 21:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا به ټول خلق په دې باندې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ خپله تُوره د کاش نه راويستې ده. دا به بيا واپس نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 21:5
14 Iomraidhean Croise  

زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.


زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.


او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.


”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.


هر يو به يې وګورى چې ما مالِک خُدائ دا اور لګولے دے، دا به مړ نۀ شى.“


تُوره په خپل کاش کښې واپس واچوه. په کوم ځائ کښې چې تۀ پېدا شوے يې، ستا د پلار نيکۀ په مُلک کښې، زۀ به ستا عدالت وکړم.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه.


هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.


څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم، زۀ خپل لاس اوچتوم او په خپل ذات قسم خورم


تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan