حزقىايل 21:32 - Pakistani Yousafzai Pashto32 تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“ Faic an caibideil |
نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“