30 تُوره په خپل کاش کښې واپس واچوه. په کوم ځائ کښې چې تۀ پېدا شوے يې، ستا د پلار نيکۀ په مُلک کښې، زۀ به ستا عدالت وکړم.
خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى.
نو هغوئ ته ووايه چې، زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمايم چې دا پېغام د يروشلم د شهزاده او د هغه ټولو خلقو دپاره دے څوک چې په کښې اوسيږى.
زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.
زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.
ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بېداغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه.