Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 21:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، خپل پټکے ښکته کړه او خپل تاج اخوا کړه. هر څۀ به داسې نۀ وى څنګه چې مخکښې وُو، عاجز به اوچت کړے شى او اوچت به عاجز کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 21:26
18 Iomraidhean Croise  

په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول.


صدقياه نبوکدنضر بادشاه له بوتلے شو، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو او هلته نبوکدنضر په هغۀ باندې سزا وخېژوله.


خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.


ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.


خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.


زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.


او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.


په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“


هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى.


خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.


د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan