نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، چې هغۀ زما لوظ مات کړو او زما قسم ته يې سپک وکتل نو زۀ به د خپل هغه قسم نقصان د هغۀ په سر راولم.
اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو بيا بيا خپل قصورونه ما ته رايادوئ او تر دې چې هغه په ښکاره توګه سر ته رسوئ او په هر کار کولو کښې ستاسو ګناهونه ليدلے کيږى نو په داسې کولو به تاسو ونيولے شئ.
نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و غضب په تاسو نازل کړم. زۀ به ستاسو د چال چلن په مطابق ستاسو عدالت وکړم او ستاسو د بدو اعمالو په مطابق به تاسو له پوره سزا درکړم.