2 ”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.
کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې.
د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بېشمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.
نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“
”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د وينو تويولو په ښاريې يروشلم باندې. زۀ به هم ورته د اور بلولو دپاره لرګى ډېرے کړم.
”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه
”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه.
”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.
”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه.
بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.
نو بيا خپل مخ د يروشلم د محاصرې طرف ته راوګرځوه او په بربنډو لاسونو د هغې خلاف پېشګوئې وکړه.
”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.
کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.
”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“
او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.