Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 21:12
17 Iomraidhean Croise  

د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى.


اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.


هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.


ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“


ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى.


دا به هغوئ ټول په آزمېښت کښې واچوى، نو دوئ سره به د خلاصون لار نۀ وى؟“ مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.


اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه.


وګوره، د بنى اِسرائيلو هر يو مشر څوک چې په تا کښې اوسيږى خپل ټول زور طاقت د وينې توېدو دپاره استعمالوى.


”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.


د هغوئ په لاسونو کښې به دم نۀ وى، او پښې به يې ريږدى.


نو کله چې هغوئ خلق وژل او زۀ يواځې پاتې شوم، نو زۀ پړمخې پرېوتم او چغې مې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، په يروشلم باندې د خپل غضب په نازلېدو سره ولې تۀ د بنى اِسرائيلو دا بچ پاتې شوى خلق به هم تباه کوې؟“


اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.


په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.


په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan