په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.
زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.