Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 21:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 21:10
23 Iomraidhean Croise  

زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم.


د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.


د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،


او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ.


خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.


جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى.


ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى.


ځکه زۀ صادقان او ګناهګاران دواړه وژنم، زما تُوره به د کاش نه د جنوب نه د شمال پورې د هر چا خلاف راوويستلے شى.


د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.


په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.


او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل.


هغه به پرې زورَور حکومت کوى او د خاورو د لوښو په شان به يې ټوټې ټوټې کړى. هغه اختيار ما ته د خپل پلار نه راکړے شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan