Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 20:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 20:47
20 Iomraidhean Croise  

هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.


ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.


کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“


خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“


نو بيا تۀ اے زناکارې، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.


په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“


اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.


دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل.


تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“


د رمې نه د خاص څاروے غوښه په کښې واچوئ، او د دېګ لاندې خشاک کېږدئ. او اوبۀ وويشوئ، او هډوکى هم د غوښې سره پاخۀ کړئ.


ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“


زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan