زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،
زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم.
او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.
هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.