Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 20:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 20:26
22 Iomraidhean Croise  

خو د اِسرائيل بادشاهانو په مِثالونو يې دومره عمل کولو، چې خپل زوئ يې هم په اور کښې قربانى کړو، او د هغه خلقو پليت رِواج يې خپل کړے وو کوم چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه ويستلى وُو کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.


هغوئ خپل زامن او لوڼه د غېرو قومونو خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړل، هغوئ د فالګرو او قسمت ښودونکو سره مشورې وکړې او هغوئ خپل ځانونه هغه څۀ ته حواله کړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط وُو او په دې کولو سره يې د هغۀ قهر راوپارولو.


هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى،


اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.


ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.


زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.


هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“


او ورسره ورسره هغوئ د بنى‌هنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو.


ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.


زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.


په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې ولې تاسو خپل ځانونه پليتوئ لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ کړى وُو او د هغه ناپاکه بُتانو سره په زنا کولو خپل ځانونه ګمراه کوئ؟


کله چې تاسو خپلې نذرانې پېش کړئ او خپل زامن په اور قربانى کړئ او تاسو خپل ځانونه تر نن ورځې پورې په خپلو ټولو بُتانو پليتوئ، نو ولې زۀ تاسو، اے د بنى اِسرائيلو قومه، پرېږدم چې زما په حقله معلومات وکړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو پرې نۀ ږدم چې زما معلومات وکړئ.


ځکه چې هغوئ زنا وکړه او د هغوئ لاسونه په وينو سرۀ دى. هغوئ خپلو بُتانو سره زنا وکړه، تر دې چې هغوئ خپل زامن هم بُتانو ته د خوراک دپاره قربانى کړل، کوم چې هغوئ زما دپاره پېدا کړى وُو.


ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.


د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.


”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.


لکه چې د مالِک خُدائ په شريعت کښې ليکلى دى چې، ”هر وړومبے نر ماشوم چې پېدا شى هغه به مالِک خُدائ ته وقف شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan