19 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ.
چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى، ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.
مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.
زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.
نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.
زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.
تاسو به زما حُکمونه منئ او زما په قانون به عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.
موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.
بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.
په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.
دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.
او چې تر کومې پورې تاسو، ستاسو بچى او ستاسو نمسى ژوندى وى نو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه خامخا يرېږئ. کۀ تاسو د هغۀ په ټول قانون عمل وکړو کوم چې زۀ تاسو له درکوم نو په هغه مُلک کښې به ستاسو عُمر زيات شى.
ما چې نن کوم قانون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ او ودان شئ او هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار نيکۀ سره کړې ده.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.