Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 20:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 20:12
28 Iomraidhean Croise  

هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.


تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.


ياد ساتئ چې ما مالِک خُدائ، تاسو له د سبت ورځ درکړې ده، نو په شپږمه ورځ به زۀ د همېشه دپاره تاسو له د دوو ورځو خوراک هم درکوم. په اوومه ورځ هر يو کس چې چرته هم وى هلته به ايساريږى او د خپل کور نه به بهر نۀ وځى.“


د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.


بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د سبت د ورځې بې‌حرمتى نۀ کوى بلکې منى يې، او خپل ځانونه د بدعملۍ نه ساتى.“


او تر دې چې په خپلو کورونو کښې هم د سبت په ورځ هيڅ قسمه کار مۀ کوئ او مۀ څۀ بار اوچتوئ. خو د سبت ورځ مقدسه وساتئ لکه څنګه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته حکم کړے وو.


زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.


ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“


په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى.


زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“


ګنې، د هغۀ بچى به ناپاک وى، په کار دى چې هغوئ پاک وى. زۀ مالِک خُدائ يم او ما هغه د اِمام په توګه غوره کړے دے.“


خو ځکه چې هغه په بدن کښې څۀ عېب لرى، نو هغه دې مقدسې پړدې ته او قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى. هغه دې دا مقدس ځايونه نۀ ناپاکه کوى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.“


خلق به خامخا اِمام مقدس ګڼى، ځکه چې هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى. زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ مقدس يم او زۀ خپل خلق مقدس کوم.


ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.


د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.


کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.


خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ.


نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.


دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan