7 تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.
”زۀ مالِک خُدائ يم. چې زۀ تا ته څۀ وايم هغه هر څۀ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه.“
نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.
هغوئ ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ. اے د يهوداه بادشاهانو او د يهوداه ټولو خلقو او د يروشلم اوسېدونکو او هغوئ ټولو ته چې په دې دروازې ځى راځى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بېشکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“
مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.
نو ټولو آفسرانو په مشورې سره يهودى د نتنياه زوئ، د شلمياه نمسى او د کوشى کړوسے باروک ته ورولېږلو چې ورته دا ووائى، ”آفسران وائى چې راشه، او ځان سره هغه طومار هم راوړه کوم چې تا ټولو خلقو ته ولوستلو.“ نو باروک د نيرياه زوئ د هغه طومار سره چې کوم يې په لاس کښې وو هغوئ له ورغلو.
خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.
نو بيا يرمياه هغه ټولو سړو او ښځو ته وفرمائيل چا چې يو شان جواب ورکړے وو،
هغوئ ټول سخت سرکشه شوى دى، او بدرد وائى او زړونه يې لکه د اوسپنې او پيتلو په شان سخت دى، او دوئ ټول بېايمانى کوى.
نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.
او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.
نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه.
او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.
او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.
اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره محافظ جوړ کړې، نو بيا هغه خبرې واوره کومې چې زۀ تا ته کوم نو زما د خوا نه تۀ هغوئ ته خبردارے ورکړه.
هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“
قادر مطلق خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائى، ”واورئ، او د يعقوب د خاندان خلاف ګواهى ورکړئ.
”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“