2 کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې.
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
نو بيا د مالِک خُدائ روح په ما نازل شو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې داسې ووايه، ”مالِک خُدائ فرمائى، اے د بنى اِسرائيلو قومه، ستاسو په سوچونو کښې چې څۀ دى زۀ په هغې پوهېږم.
يو مثال دې سرکشه قوم ته ووايه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د پخلى دېګ په اور کېږدئ او اوبۀ په کښې واچوئ.
نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“
نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.
خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.
زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.
کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بېهوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.
خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.
او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.
سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.