10 کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه،
بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.
نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه.
دوېم افسوس تېر شو خو ګورئ درېم زر راتلونکے دے.
هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو.
بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“
اولنے افسوس تېر شو خو دوه نور لا راتلونکى دى.