Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 2:1
32 Iomraidhean Croise  

انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟


لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.


”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ.


”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،


”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟


”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟


”اے بنى آدمه، يروشلم د خپل حرام کار په حقله خبر کړه.


”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.


خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.


خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“


”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى.


او هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا څۀ چې ستا په وړاندې دى دا وخوره، دا طومار وخوره، نو بيا لاړ شه او بنى اِسرائيلو ته يې بيان کړه.“


او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.


او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.


هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“


”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.


هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربان‌ګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،


”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه.


”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى.


هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم.


هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“


کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“


خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“


هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.


خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.


خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم.


خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan