8 نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو.
د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو،
هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“
د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“
نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.
زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه بابل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بېوفائى وکړه.
مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو.
هغۀ د هغوئ قلعې ماتې کړې او د هغوئ ښارونه يې تباه کړل. هغه مُلک او ټول هغه کسان چې په کښې اوسېدل د هغۀ د غړمبېدو نه يرېدل.