Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 19:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 19:5
6 Iomraidhean Croise  

يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى.


تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربه‌کار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى.


هغې خپل يو بچے لوئ کړو، او د هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان يې خوړل.


مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو.


هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan