13 نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه.
هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو.
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
تۀ بېکسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.
ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.
زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم.
ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.
مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“