Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 19:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 19:10
16 Iomraidhean Croise  

نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.


او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.


نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.


نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه.


ستا مور د زمرو په مينځ کښې څۀ تکړه زمرۍ وه، هغه د ځوانانو زمرو په مينځ کښې پرته وه او خپل بچى يې لوئ کړل.


”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.


او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“


”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو هغه زرخېز مُلک ته راولى، يو داسې مُلک چې سيندونه او ولې په کښې وى چې د هغه چينو نه وتلې وى چې د درو او غرونو نه بهيږى،


هلته به هيڅکله اوږى نۀ شئ او نۀ به محتاج شئ. د هغې په تيږو کښې اوسپنه شته دے او د هغې غرونو نه تاسو تانبه راويستلے شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan