حزقىايل 18:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى. Faic an caibideil |
نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربانګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.