5 کۀ يو صادق سړے هغه څۀ کوى څۀ چې صحيح وى او د اِنصاف په مطابق وى.
ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“
صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.
خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بېشکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو.
کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ،
ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى،
کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.
زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.