حزقىايل 18:30 - Pakistani Yousafzai Pashto30 نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو قومه، زۀ به ستاسو د هر يو کس د اعمالو په مطابق ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ. د خپلو ټولو ګناهونو نه واوړئ، نو بيا به ګناه ستا د هلاکت سبب نۀ وى. Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.