حزقىايل 18:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 کۀ چرې يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او ګناهونه شروع کړى، هغه به د دې په وجه مړ شى. د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغۀ وکړل. Faic an caibideil |
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.