22 هغه ګناهونه چې د هغۀ نه شوى دى يو به هم د هغوئ خلاف نۀ حسابوم. د هغه ښۀ کارونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، هغوئ به ژوندى پاتې شى.
هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“
نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بېګناه وى نو هغه پرېږده.
څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.
دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى، هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.
زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بېبها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.
د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“
خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بېايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى.
يوه ګناه به هم کومه چې هغۀ کړى وى د هغۀ خلاف نۀ حسابيږى. ځکه چې هغۀ هغه څۀ وکړل څۀ چې ښۀ او نېک دى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.
تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بېاِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“
زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.