هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى.
هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.