Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 18:16
18 Iomraidhean Croise  

لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.


تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده.


ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى،


کۀ ما څوک په تکليف کښې ليدلے وى چې جامې يې نۀ وى، يا دومره غريب وى چې جامې نۀ شى اخستے،


نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده.


بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.


بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى.


کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.


هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.


هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.


هغه په غرونو د بُت‌خانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.


هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،


او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.


خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.


خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan