15 هغه په غرونو د بُتخانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى.
هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.