حزقىايل 18:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى. Faic an caibideil |
”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“
مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.