11 پلار يې داسې کارونه نۀ وُو کړى چې زوئ يې کوى. هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې هم خوراک کوى او د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا هم کوى.
خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“
خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم.
نو بيا فرض کړئ چې د دۀ يو ظالم زوئ دے چې هغه قتل و غارت او نور داسې خراب کارونه هم کوى،
هغه په غرونو د بُتخانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.
په تا کښې داسې سړى دى چې د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، د خپلې اِنږور سره زنا کوى، او د خپلې خور سره د خپل پلار د لور سره زنا کوى.
نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.
دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.
او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.