7 خو يو بل غټ باز وو چې طاقتور وزرونه يې وُو او په بڼو پټ وُو. هغه د انګور بوټے هغه ځائ نه چرته چې کَرلے شوے وو خپلې جرړې او څانګې د اوبو دپاره هغۀ ته وراوږدې کړې.
نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.
د هغوئ لاندې درې لاکه اووۀ زره او پينځۀ سوه داسې تکړه فوجيان وُو چې هغوئ په ښۀ شان د دشمنانو نه د بادشاه حِفاظت کولے شو.
خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟
نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.
هغه په ښۀ خاوره کښې د ډېرو اوبو په خوا کښې کَرلے شوے وو چې څانګې وکړى، مېوه ونيسى او يو شاندار بوټے ترې جوړ شى.
هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو.