Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 17:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 17:5
12 Iomraidhean Croise  

نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.


نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى.


هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.


تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.


د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.


بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،


هغۀ ځان سره د دې د سر نه کچه څانګه راپرې کړه او د سوداګرو مُلک ته يې يوړه، کومه چې هغۀ هلته د سوداګرو په ښار کښې وکَرله.


نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.


هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو.


نو دا د پټى د نورو ټولو ونو نه ډېره اوچتېدله، او د دې څانګې ډيرې پلنې اوږدې شوې وې ځکه چې جرړو ته زياتې اوبۀ رسېدلې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan