Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 17:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 17:15
29 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.


صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ، اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.


دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.


ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟


صدقياه بادشاه به د بابليانو د لاس نه ونۀ تښتى، او هغه به په يقين سره د بابل بادشاه ته حواله کړے شى، او هغه به دۀ سره مخامخ خبرې وکړى او دے به يې په خپلو سترګو سره وګورى.


تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.


خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“


ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“


دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.


هغۀ د لوظ په ماتولو سره د قسم سپکاوے وکړو، ځکه چې هغۀ د لوظ دپاره خپل لاس ورکړو او اوس يې دا ټول کارونه وکړل نو هغه به بچ نۀ شى.


خو يو بل غټ باز وو چې طاقتور وزرونه يې وُو او په بڼو پټ وُو. هغه د انګور بوټے هغه ځائ نه چرته چې کَرلے شوے وو خپلې جرړې او څانګې د اوبو دپاره هغۀ ته وراوږدې کړې.


هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ولې دا بوټے به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به د جرړو نه راونۀ باسى څۀ؟ او ولې هغه به د مېوو نه خالى نۀ کړى څۀ؟ د هغۀ ټولې څانګې به وچې شى. د دې د راويستلو دپاره د طاقتور لاس او ډېرو کسانو ضرورت نشته چې د جرړو نه يې راوباسى.


اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


”او تۀ اے بنى آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ د عمونيانو او د هغوئ د ګستاخۍ کولو په حقله فرمائى چې، تُوره د حلالېدو دپاره راوويستلے شوه، هغه د قتلولو دپاره پالش کړے شوه او لکه د برېښنا ځليږى.


هغې هلته د خپلو عاشقانو سره شهوت بازى وکړه، د چا شرمګاه چې د خرونو په شان غټ وو او د چا انزال چې د آسونو په شان وُو.


بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.


اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan