Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 17:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو چې د هغوئ بادشاهت کمزورے شى چې بيا د سر اوچتولو قابل نۀ شى. نو دغه شان اِسرائيل به په خپلې وفادارۍ ژوندى پاتې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 17:14
11 Iomraidhean Croise  

نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.


زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.


نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.


زۀ به هغوئ بيا بحال کړم او خپل اصلى او د پلار نيکۀ مُلک جنوبى مِصر ته راولم. او هلته به د هغوئ يو کمزورے بادشاهت وى.


دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى.


ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ.


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan