11 بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، هغه خراب اينځر چې دومره ډېر خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى، نو دغه شان به زۀ د صدقياه د يهوداه بادشاه، او د هغۀ د آفسرانو سره څوک چې د يروشلم نه ژوندى پاتې شوى دى کۀ هغه دلته اوسيږى او يا کۀ په مِصر کښې دى دغه شان سلوک وکړم.
ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“
”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د بابل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې بابل ته راوستل.