Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 16:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 نو تۀ به په خپل شرم رسوا شې او په خپلو کړو به وشرميږې. سدوم او سامريه به خوشحاله شى چې هغوئ ستا په شان ګناهګار نۀ دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 16:54
9 Iomraidhean Croise  

”اے بنى اِسرائيلو ستاسو ټول قوم او بادشاهان، مشران، اِمامان، او نبيان داسې شرمنده شئ لکه څنګه چې يو غل ونيولے شى او شرمنده وى.


نو تۀ اوس په شرم وشرمېږه، ستا ګناهونه دومره خراب دى چې تا خپلې خوېندې وبخښلې او هغه دې صادقه وګرځولې.“


”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم.


او ستا خوېندې، سدوم او د هغې لوڼه او سامريه او د هغې لوڼه، او تۀ او ستا لوڼه، به بيا دوباره په هغه حالت شئ لکه څنګه چې ټول د اول نه وئ.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بې‌عزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د نورو قومونو په نسبت زيات سرکشه يې او تا زما په تعليماتو او شريعت عمل ونۀ کړو. خو تا د نورو قومونو د رِواج او اصُولو په مطابق ژوند تېر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan