51 سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.
دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.
د هغې خور اوحوليبه دا وليدل خو اوس هغه په شهوت پرستۍ او کنجرتوب کښې د خپلې خور نه ډېره زياته تېزه وه.